چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بادغیس کې د پیغمبرۍ د ادعا په تور یو کس ونیول شو

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې کې یې هغه کس نیولی، چې د پیغمبرۍ دعوه یې کوله. یاد ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف، نهې‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسئولينو په وینا، دا کس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د مسئولينو په وینا، یاد کس ادعا لرله، چې ورته الهام شوی او غیبي غږونه اوري او پر همدې بنسټ یې د پيغمبرۍ دعوه کړې وه. سرچینه زیاتوي، چې د نوموړي روغتیایي او رواني وضعیت عادي ارزول شوی او کومه څرګنده رواني ناروغي نه‌لري. بل‌خوا د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خېبر د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وزارت د خرافاتو او هغو غیرشرعي کړنو پر وړاندې جدي اقدامات کوي چې ټولنه بې‌لارې کوي. چارواکي وایي، نیول شوی کس د شرعي پرېکړې لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

    - Advertisment -spot_img