په داسې حال کې چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له یو ناڅرګند برخلیک او سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، یو ځل بیا په اسلاماباد کې د پاکستاني پولیسو لخوا د افغانانو پر وړاندې د تالاشۍ او ځپلو په نوم عملیات ګړندي شوي دي. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د اسلاماباد په «سرای خربوزه» سیمه کې د پولیسو او مېشتو افغانانو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې ده. که څه هم پولیس ادعا کوي، چې پر دوی برید شوی او سرتېرو ته یې مرګژوبله اوښتې، خو د سیمې عیني شاهدانو ویلي، چې دا نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې پولیسو د پلټنې په پلمه له افغانانو سره ناوړه چلند وکړ او د هغوی کورونو ته په زور ننوتل. د پولیسو په دغو عملیاتو کې ۲۳ افغانان نیول شوي او د «ترهګرۍ» په نوم پرې داسې تورونه لګول شوي، چې د بشري حقونو فعالان یې د کډوالو د وېرولو یو تاکتیک بولي. په اسلاماباد کې افغان کډوال په دوامداره توګه شکایت کوي، چې د پاکستاني پولیسو لخوا په نښه کېږي، په جبري توګه نیول کېږي او د هغوی قانوني اسنادو ته له پاملرنې پرته، له زندان او جبري شړلو سره مخ کېږي. د بشري حقونو د څار سازمانونو په ځلونو ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دغه ډول کړنې د کډوالو د نړیوالو کنوانسیونونو او بشري قوانینو ښکاره نقض دی. شنونکي په دې باور دي، چې پاکستاني چارواکي غواړي په دې ډول فشارونو او د «ترهګرۍ» د تورونو په لګولو سره، افغان کډوال په رواني توګه تر سخت فشار لاندې راولي، ترڅو هغوی په جبري توګه خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ کړي. دا په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې افغان کډوال داسې یو هېواد ته ستنېږي، چې هلته د بشري حقونو پراخ نقض، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې لا هم دوام لري. ډېری ستانه شوي کډوال له ځان سره هېڅ ډول شتمني او کافي امکانات نه لري او په داسې شرایطو کې هېواد ته راګرځي، چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، قانوني محدودیتونو، طبیعي پېښو او د بنسټیزو خدماتو له کمښت سره مخ دی.



