د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۳مه نېټه، د شنبې په ماښام، یې د بغلان ولایت د اندرابونو ولسوالۍ د قاصان په سیمه کې د کاسهدرې په کلي کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی دی. د یادې جبهې د خبرپاڼې له مخې، جګړه د آزادۍ جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ له یوه ساعت څخه زیاته روانه وه. د جبهې سرتېرو له دوو لوریو د څو توغندیو او سپکو وسلو په ډزو د طالبانو پوسته په نښه کړې ده. د افغانستان د آزادۍ جبهه ادعا کوي چې په دغه برید کې طالبانو ته مرګژوبله او زیانونه اوښتي، خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی څرګند شوی.



