شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سنټکام: امریکا به ډېر ژر د هرمز تنګی کلابند کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د دغه هېواد سمندري ځواک به ډېر ژر د هرمز تنګي کلابندول پیل کړي. ډونالډ ټرمپ ویلي، د هغه بيړیو پر وړاندې اقدام کوي، چې په نړیوالو اوبو کې یې ایران ته د تېرېدو فیس ورکړی وي او همدارنګه به د هغو ماینونو د پاکولو عملیات پیل کړي، چې د هغه په وینا، ایران په هرمز تنګي کې ځای پر ځای کړي دي. ورته مهال د ایران د نظام د مصلحت تشخیص شورا غړي، محسن رضایي خبرداری ورکړی، چې د امریکا سمندري کلابندۍ پر وړاندې به «د نه کارول شویو امکاناتو» کار واخلي. دغه ایراني چارواکي زیاته کړې: «لکه څنګه چې امریکا د هرمز تنګي د پرانیستلو په برخه کې د ایران پر وړاندې تاریخي ماتې وخوړه، همداسې به په سمندري کلابندۍ کې هم ماتې وخوري.» نوموړي دغه راز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په اشاره ویلي، چې ایران داسې ځای نه دی، چې د ټویټونو او خیالي پلانونو په وسیله کلابند شي. دغه‌راز د امريکايي مرکزي قومندانۍ ځواکونو اعلان کړی، نن دوشنبه، د اپرېل له ۱۳مې نېټې څخه به د ايران بندرونو ته د ټولو بېړيو پر تګ راتګ سمندري کلابندي پيل کړي. د دې قوماندانۍ په وينا، دغه اقدام د امريکا پر وخت د سهار په ۱۰ بجو پيل شوی او په کې ټولې هغه بېړۍ شاملې دي چې د فارس خليج او د عمان سمندر کې د ايران بندرونو او ساحلي سيمو ته ننوځي يا ترې وځي. سنتکام ټينګار کړی، چې دا کلابندي به د ټولو هېوادونو پر بېړيو په بې پرې ډول عملي شي. همدا راز ويل شوي چې د هرمز له تنګي څخه د غيرې ايراني بندرونو پر لور د بېړيو د تېرېدو ازادي به محدوده نه شي.

- Advertisment -spot_img