شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

“‏ایران او امریکا ښايي بیا د خبرو مېز ته را وګرځي”

سیمه‌ییزو باخبره چارواکو د «وال‌سټریټ ژورنال» ورځپاڼې ته ویلي، چې د اسلام‌اباد د بې پایلې مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته هېوادونه هڅه کوي امریکا او ایران بیا د خبرو مېز ته راولي. یادې ورځپاڼې د دغو چارواکو له قوله لیکلي، چې د واشنګټن او تهران د متقابلو دریځونو سره سره د مذاکراتو لاره لا هم خلاصه ده او ممکن د خبرو دویم پړاو په راتلونکو ورځو کې ترسره شي. دغه چارواکي همداراز وایي، چې سیمه‌ییز هېوادونه له متحده ایالاتو سره په مشوره کې دي څو هغه نازک اوربند چې د سې شنبې ماښام اعلان شوی او د دوو اوونیو لپاره ټاکل شوی، وغځول شي. بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې که ایران د خبرو مېز ته بېرته راګرځي او که نه، پروا یې نه لرم. ټرمپ دغه څرګندونې د مریلینډ ایالت په یوه پوځي اډه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي. نوموړي زیاته کړه، چې له ایران سره اوربند چې ټاکل شوې د اپرېل تر ۲۲مې پورې دوام وکړي، «ښه روان دی» او تر اوسه ټینګ پاتې دی.

- Advertisment -spot_img