د عراق پارلمان په دوهم پړاو رایهاچونه کې نزار امېدي د دې هېواد د نوي ولسمشر په توګه ټاکلی دی. نزار امېدي د عراق پارلماني اکثریت رایې وړي او په رسمي توګه ددغه هېواد ولسمشر وټاکل شو. د راپورونو له مخې، په دې ټاکنو کې د پارلمان ۲۴۹ استازو ګډون کړی و چې نزار امېدي د ګڼو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد. د عراق پارلمان د ولسمشر ټاکنه د دې هېواد په سیاسي بهیر کې مهم پړاو بللی او هیله یې ښودلې چې هغه دا به د راتلونکي حکومت پر جوړېدو او سیاسي بدلونونو اغېز ولري. د عراق د اساسي قانون له مخې، ولسمشر باید د پارلمان د دوه پر درېیمه برخه رایو په ترلاسه کولو وټاکل شي، چې دا کار د سیاسي ګوندونو ترمنځ پراخې سلا ته اړتیا لري. کارپوهان وایي چې دا شرط کله ناکله د ولسمشر د ټاکنې بهیر ځنډوي، ځکه سیاسي ډلې باید پر یوه نوماند سره سلا شي. د عراق د سیاسي دود له مخې، چې له ۲۰۰۳ کال وروسته رامنځته شوی، د ولسمشرۍ څوکۍ کردانو ته، د صدراعظمۍ څوکۍ شیعه ګانو ته او د پارلمان مشري سنيانو ته ورکول کېږي.



