شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان کوهاټ او هنګو کې د افغان کډوالو کمپونه نړولي

په کوهاټ او هنګو سیمو کې د افغان کډوالو اته کمپونه نړول شوي دي. د راپورونو له مخې، یاد کمپونه له وړاندې د کډوالو له خوا پرېښودل شوي وو، خو وروسته یو شمېر خلکو په دغو سیمو کې هټۍ او واړه کاروبارونه جوړ کړي وو، چې د چارواکو له لوري ناقانونه بلل شوي او له همدې امله ویجاړ شوي دي. ځايي چارواکو ویلي، دا اقدام د ناقانونه ودانیو د مخنیوي او د سیمې د تنظیم په موخه ترسره شوی، خو د دې پرېکړې له امله یو شمېر کوچني کاروبارونه هم له منځه تللي دي. بلخوا، پاکستاني سوداګرو اندېښنه ښودلې، چې د افغان کډوالو د ستنېدو له امله په سیمه کې د کار ځواک او بازار له پلوه تشه رامنځته شوې، چې ډکېدل به یې وخت ونیسي.

- Advertisment -spot_img