د شنونکو شبکه افغانستان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په بریتانیا کې زرګونه مېشت افغانان د دې هېواد د کډوالۍ په پالیسیو کې د بدلونونو له امله له نامعلوم راتلونکي او مبهم حقوقي وضعیت سره مخ دي. راپور خبرداری ورکوي، چې د دایمي استوګنې لپاره د انتظار مودې زیاتوالی او د پناه غوښتنې د منلو د کچې کمښت، په بریتانیا کې د افغان کډوالو بلاتکلیفي نوره هم زیاته کړې ده. د راپور له مخې، هغه کسان چې په تېرو پنځو کلونو کې په بریتانیا کې د کډوالو په توګه منل شوي، ښایي د دې هېواد د حکومت د نوو طرحو له مخې تر ۲۰ کلونو پورې د دایمي استوګنې لپاره انتظار وباسي. ویل شوي، دا بدلونونه د کډوالو د شمېر د کمولو او د پناه غوښتنې د سیستم د بیا ارزونې په موخه د نوو پالیسیو په چوکاټ کې وړاندې شوي دي. راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو وروسته، شاوخوا ۳۸ زره افغان وګړي د ځانګړو بشري پروګرامونو له لارې بریتانیا ته انتقال شوي، چې ډېری یې له پیله دایمي استوګنه ترلاسه کړې وه، خو دا لارې اوس تړل شوې دي. بل لور ته، زرګونه نور افغانان چې د ناقانونه یا سختو لارو له لارې بریتانیا ته رسېدلي، لا هم د خپلو پناه غوښتنې دوسیو د پرېکړې په تمه دي. د راپور پر بنسټ، د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه په بریتانیا کې له ۹۸ سلنې څخه په ۲۰۲۲ کال کې، شاوخوا ۳۴ سلنې ته په ۲۰۲۵ کال کې راټیټه شوې ده. د بریتانیا چارواکي وایي، اوس هره دوسیه په جلا توګه ارزول کېږي او غوښتونکي باید خپل شخصي خطر ثابت کړي. په راپور کې دا هم ویل شوي، چې یو شمېر رد شوي پناه غوښتونکي، سره له دې چې د کار اجازه او روښانه قانوني وضعیت نه لري، بیا هم په بریتانیا کې پاتې دي، ځکه د هغوی د ایستلو امکان هم نه شته، چې دا چاره زرګونه کسان له «حقوقي بلاتکلیفۍ» سره مخ کړي دي. همداراز، ګڼ شمېر پناه غوښتونکي په هوټلونو او موقتي مرکزونو کې ژوند کوي او له رواني فشارونو، د کار له نشتوالي او اوږده انتظار سره مخ دي. د راپور له مخې، د بریتانیا حکومت وړاندیز کړی، چې د دایمي استوګنې ترلاسه کولو موده له ۵ کلونو څخه ۲۰ کلونو ته لوړه شي او د پناه غوښتنې وضعیت هر ۲.۵ کاله وروسته بیا وڅېړل شي.



