د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سوکوهنې افغان لوبغاړې فرشته خاني ته د سرو زرو د مډال ګټلو مبارکي ویلې ده. فرشته خاني د پاکستان د سوکوهني په ملي سیالیو کې د ۵۰ کیلوګرامه وزن په برخه کې خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. کرزي ویلي، د فرشته خاني ترڅنګ د افغانستان د هر ډګر لوبغاړو ته د بریا هیله کوي.



