شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر لبنان بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ اوربند ته ګواښ دی

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په لبنان کې د اسراييلو له خوا تازه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د تازه رامنځته شوي اوربند د پایښت لپاره یو مستقیم ګواښ دی. ولسمشر مکرون ویلي، چې له لبناني ولسمشر جوزف عون او لومړي وزیر نواف سلام سره یې په ټیلیفوني خبرو کې هغوی ته د فرانسې د بشپړ پيوستون ډاډ ورکړی دی. مکرون په لبنان کې د اسراييلو تازه بریدونه “بې توپیره” وبلل او ویې ویل چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. هغه ټینګار وکړ، چې اوربند باید په بشپړ ډول لبنان هم تر خپل پوښښ لاندې راولي او هیڅ لوری باید دغه هوکړه له خطر سره مخ نه کړي. مکرون یو ځل بیا د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا پر خوندیتوب ټینګار وکړ او د حزب الله د بې وسلې کولو د پلان د پلي کېدو لپاره یې د لبنان له چارواکو خپل ملاتړ څرګند کړ. دا په داسې حال کې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزیر هم امریکا ته خبرداری ورکړی و چې یا دې اوربند ومني او یا دې د اسراييل له لارې جګړې ته دوام ورکړي. ټاکل شوې سبا (جمعه) په اسلام اباد کې د سیمې د ثبات لپاره د ایران او امریکا د پلاوو ترمنځ مهمې خبرې اترې پیل شي.

- Advertisment -spot_img