د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، له ۱۱۰۰ څخه ډېر هغه افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی، لا هم د قطر په کمپ کې پاتې دي او د نامعلوم برخلیک سره مخ دي. راپور وایي، وروسته له هغې چې د د امریکا حکومت له لوري امریکا ته د هغوی د لېږد بهیر وځنډول شو، دغه کسان د کمپ السیلیه په مرکز کې مېشت شوي دي. امریکايي چارواکو ویلي، واشنګټن هڅه کوي چې د دغو افغانانو د بیا مېشتېدو لپاره د افریقا او سوېل ختیځې اسیا یا لږ تر لږه درېیمو هېوادونو سره خبرې وکړي. د راپور له مخې، دغه مرکز هره میاشت له ۱۰ میلیونو ډالرو ډېر لګښت لري، او قطر هم د دې کمپ د تړل کېدو غوښتنه کړې ده. په راپور کې هلته د مېشتو افغانانو روحي وضعیت هم خراب بلل او د ویزو د پرېکړو په تمه یې ناهیلې د بل هر وخت پرتله لوړه ښودل شوې ده. د افغان ایواک مشر شان وان ډایور ویلي، کله چې ضربالاجل پرته له وضاحت پای ته ورسېد، د خلکو هیله په نا امیدۍ بدله شوه او زیاتره یې ځانونه د اداري ستونزو له امله بند احساسوي. له بلې خوا، امریکايي سناتورې جین شاهین هم خبرداری ورکړی چې امریکا باید دغه کسان هېر نه کړي، ځکه که بېرته افغانستان ته ستانه شي، له خطر سره مخ کېدای شي. په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني بایډن اداره پر وتلو نیوکه کړې او هغه یې ګډوډ او ناسم مدیریت شوی بللی دی.



