ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا پر دغه هېواد د بریدونو په دوام په کاشان سیمه کې د یحییاباد د اورګاډي پل په نښه کړی دی. تسنیم خبري اژانس سهشنبه د اپریل پر ۷مه راپور ورکړی، چې په دغه برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. له دې وړاندې اسرائیلي پوځ ایراني وګړو ته خبرداری ورکړی و چې په اورګاډي کې له تګه ډډه وکړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ایران ته په اشارې ویلي چې «نن شپه به یو بشپړ تمدن له منځه لاړ شي او نور به هېڅکله راونه ګرځي.» نوموړي یو ځل بیا له ایرانه غوښتي چې د سه شنبې تر ټاکلي وخت پورې تړون ته ورسېږي.



