د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار تر اوسه د پرلهپسې واورین ورښت او برفکوچونو له امله د ترافیکو پر مخ تړلې پاتې دي. د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه د یوې ویډیو له خپرولو سره لیکلي، چې په سالنګ سربېره د کابل-جلالآباد لویه لار هم د پرلهپسې غرښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړلې ده. ښاغلي حقشناس لیکلي، چې د ټولګټو چارو وزارت له هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د بندو لارو پر لور حرکت ونه کړي او د دې وزارت رسمي خبرتیاوو ته په تمه پاتې شي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي، چې د کابل-کندهار لویه لار چې وړم ماښام د بارانونو د اورښت او سېلابونو د راوتلو له امله د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د فولادګي مانده په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړلې وه، د ټولګټو چارو وزارت د عملیاتي ټیمونو له لوري د یاد ولایت د یو شمېر نورو ادارو په همکارۍ بېرته پرانیستل شوې ده. د یادولو وړ ده، چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د درنو اورښتونو خبرداری ورکړل شوی او لا هم ادامه لري.



