د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ «کافا» سیالیو په لړ کې نن له قرغیزستان سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، چې د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال اسیا «کافا» اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن له قرغیزستان سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته د ماسپښین ۱:۳۰ بجه په ازبيکستان کې ترسره کېږي. د یادونې ده، دغه سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، ازبيکستان، تاجيکستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.



