شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کوېټ پر نفتي تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شوي

د کوېټ د نفتو شرکت اعلان کړی، چې ایران ته د منسوبو بې‌پیلوټه الوتکو د برید له امله د کویټ د شویخ په نفتې کمپلکس کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده. د کوېټ دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دولتي وزارتونو اړوند یو اداري کمپلکس هم په نښه شوی او د پام وړ مالي زیان یې اړولی، خو تر اوسه د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی. د کوېټ د برېښنا او اوبو وزارت ویلي، په دې بریدونو کې د برېښنا د تولید دوه واحدونه هم له فعالیته لوېدلي دي. د کوېټ دولتي رسنیو ویلي، چې په دې بریدونو کې چا ته زیان نه دی رسېدلی. دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ جګړه شپږمې اوونۍ ته اوږده شوې او لمن یې د سیمې نورو هېوادونو ته هم غځېدلې ده.

- Advertisment -spot_img