امریکايي چارواکو ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو مرستیالانو ته لارښوونه کړې، چې د ایران پر وړاندې روان پوځي کمپاین پای ته ورسوي، حتا که د هرمز سټراټیژیک تنګی په بشپړ ډول نه وي پرانیستل شوې. د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، ټرمپ او د هغه سلاکارانو په دې وروستیو کې ارزونه کړې، چې د هرمز تنګي د پرانیستلو عملیات به جګړه له هغه مهالوېش (۴ څخه تر ۶ اوونیو) څخه ډېره اوږده کړي، چې ده ورته ټاکلی و. له همدې امله، سپینې ماڼۍ پرېکړه کړې، چې د ایران د سمندري ځواک او میزایلي زېرمو له زیانمنولو وروسته اوسنۍ نښتې راکمې کړي او پر ځای یې له ډیپلوماتیکو لارو پر تهران فشار راوړي ترڅو د سوداګرۍ ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکړي. امریکايي چارواکي زیاتوي، چې که ډیپلوماسي پایله ورنه کړي، واشنګټن به په اروپا او خلیج کې پر خپلو متحدینو فشار راوړي ترڅو د هرمز تنګي د پرانیستلو مسئولیت په خپله غاړه واخلي. دا پرېکړه ښيي، چې ټرمپ نه غواړي په منځني ختیځ کې په یوه بله اوږدمهاله او پیچلې جګړه کې ښکېل پاتې شي، که څه هم دا کار به په یاده لاره باندې د تهران کنټرول د یو څه وخت لپاره نور هم وغځوي.



