سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لبنان؛ د اسرائيلي رژيم په بريد کې ۳ خبریالان ووژل شول

د راپورونو له مخې، د لبنان په جنوب کې د خبریالانو پر یوه موټر د اسرائیلو په هوايي برید کې درې خبریالان وژل شوي دي. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، په دې برید کې د المنار خبریال علي‌حسن شعیب، د المیادین ټلوېزیون خبریاله فاطمه فتوني او د هغې ورور محمد فتوني، چې ویډیو خبریال و، د اسرائیلو د توغندي د لګېدو له امله پر خپل موټر کې وژل شوي دي. د راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ پر علي‌حسن شعیب برید تائید کړی، خو په دې برید کې د نورو دوو خبریالانو د وژل کېدو یادونه نه ده کړې. په همدې حال کې، د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي، چې یادو خبریالانو خپله مسلکي دنده ترسره کوله. هغه ویلي: «دا یو بې‌شرمانه جنایت دی، چې ټول هغه تړونونه او معیارونه نقضوي، چې له مخې یې خبریالان په جګړه کې د نړیوال ملاتړ څخه برخمن وي.»

- Advertisment -spot_img