سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امريکا: طالبان د خلکو بندي کول د سياسي فشار لپاره کاروي

د امريکا له لوري افغانستان په رسمي توګه د «د خلکو د غیرقانوني بندي کولو په برخه کې د غیرقانوني چلند ملاتړ کوونکی» هېواد په توګه وپېژندل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو وغوښتل، چې دغه کړنې پای ته ورسېږي او د امریکایي اتباعو خوشې کول دې په بېړنۍ ډول تضمين کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان د خلکو د بندي کولو څخه د باج اخیستلو او سیاسي فشار راوړلو په توګه کار اخلي. واشنګټن وایي، دغه کړنې باید سمدستي ودرول شي. امریکا د ټولو هغو اتباعو عاجله ازادي غواړي، چې د طالبانو په زندانونو کې دي، په دې کې د ډینیس کوایل او محمود حبیبي نومونه شامل دي. دا پرېکړه د یوه اجرایي فرمان پر اساس شوې، چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ لخوا لاسلیک شوی دی. امریکايي چارواکي وایي، چې دغه فرمان د «د خلکو د غیرقانوني بندي کولو» پر وړاندې د مبارزې لپاره نوي حقوقي وسایل برابروي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان باید د خلکو د بندي کولو پالیسي د «یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ» په توګه بنده کړي. د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د دې غیرقانوني پالیسۍ دوام به جدي نړیوالې پایلې ولري. متحده ایالاتو په دې اقدام سره پر طالبانو سیاسي او حقوقي فشار زیات کړی او د نړیوالو قوانینو بشپړ درناوی او د بندي شویو کسانو ازادي یې غوښتې ده.

- Advertisment -spot_img