جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ۲۰۲۶ کال ای‌پي‌اېل سیالۍ نن د څلورو افغان لوبغاړو په ګډون پیلېږي

د ۲۰۲۶ کال د هند سوداګریز لیګ ( ای‌پي‌اېل) ۱۹م پړاو نن شنبه د ۱۰ لوبډلو په ګډون او د تېر کال اتلې لوبډلې رایل چیلنجر بنګلور او سن رایزرز حیدراباد لوبډلو تر منځ په لوبه پيلېږي. ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د هند سوداګریز لیګ ( ای‌پي‌اېل) ۱۹م پړاو نن( شنبه، د مارچ ۲۸مه) د ۱۰ لوبډلو په ګډون پیل شي. د دغه لیګ لومړی لوبه به د رایل چیلنجر بنګلور او سن رایزرز حیدراباد لوبډلو تر منځ ترسره شي. رایل چیلنجر بنګلور د ای‌پي‌اېل په تېرو ۱۹ پړاوونو کې په لومړی ځل د ۲۰۲۵ کال اتلولي خپله کړې او دا ځل به له خپلې اتلولي دفاع کوي. د دغه لیګ ګډونوالې لوبډلې چینای سوپر کېنګز، ډیلي کاپیټلز، ګوجرات ټایټنز، کولکته نایټ رایډرز، لکنو سوپر جاېنټس، ممبۍ انډینز، پنجاب کېنګز، راجستان رایلز، رایل چېلنجر بنګلور او سن رایزرز حیدراباد دي. دا سیالۍ به د مۍ تر ۳۱مې نیټې دوام وکړي. د سږني ای‌پي‌اېل لومړنۍ لوبه به بنګلور کې ترسره شي او ټورنامنټ کې ټولټال ۸۴ لوبې کېږي. باید وویل شي چې سږکال د هند سوداګریز لیګ کې د تېرو څو کالونو پر تله دا ځل کم افغان لوبغاړي غوره شوي او له څلورو درې یې ورو بالران دي.

- Advertisment -spot_img