سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پښتونخوا ګورنر: پاکستان پر افغانستان نوره بمباري درولې ده

د خیبرپښتونخوا ګورنر ويلي؛ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اوربند پای ته رسېدلی، خو د دوستو هېوادونو په مشوره یې بمباري درولې ده. فیصل کريم کونډي نن( د مارچ ۲۶ مه) په پېښور کې د خبرې غونډې پرمهال خبرداری ورکړی، چې پاکستان به بيا هم په افغانستان کې دننه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، عمليات کوي. نوموړي زیاته کړې، چې قطر او ترکيې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هڅه کړې، خو اسلام اباد څرګنده کړې چې افغان طالبان بايد د پاکستاني وسله والو پرضد ګامونه واخلي. تر اوسه پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې یې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د موجوديت تورونه رد کړي دي.

- Advertisment -spot_img