جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د میانمار پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په میانمار کې د میانمار ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه نن پنجشنبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو د یانګون په ټوونا لوبغالي کې پيلېږي. افغان لوبغاړي به په سرو جامو کې او د میانمار لوبډله به په سپینو هغو کې لوبغالي ته ننوځي. د ۲۰۲۷م کال اسیا جام په درېیم کوالیفای پړاو سیالیو کې افغانستان د سوریې، میانمار او پاکستان سره د سیالۍ په پنځم ګروپ کې دی؛ خو د تېرو لوبو د پایلو له امله بل پړاو ته د تګ چانس نشته، میانمار هم په ورته حالت کې قرار لري. له همدې امله د دواړو لوبډلو ترمنځ نننی لوبه به رسمي وي او یوازې د سیالیو مهالوېش بشپړولو لپاره به ترسره شي. له دې ګروپ څخه یوازې د سوریې لوبډلې د یادو سیالیو بل پړاو ته لار موندلې ده.

- Advertisment -spot_img