چهارشنبه, مارچ 18, 2026
چهارشنبه, مارچ 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تېر کال څه باندې ۲۰۰ خبریالانو دندې له لاسه ورکړې

د کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ ده. دا ورځ له څو کلونو راپدېخوا د خبریالانو د کار، هڅو، د دې مسلک او ټولنې شته اړیکو ته د درناوي په موخه نمانځل کېږي. د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې نن(چهارشنبه، د مارچ ۱۸مه) خبر ورکولو، پوهاوي لوړولو او ټولنیز یووالي پیاوړتیا کې د رسنیو حیاتي رول په ګوته کولو سربېره ویلي، چې رسنیو د دوامداره فعالیت سره سره، اقتصادي فشارونو په دې سکتور کې د بشري سرچینو کې د پام وړ کمښت رامنځته کړی دی؛ د رسنیو د کار کوونکو شمیر په یوه کال کې له ۵۰۴۷ څخه ۴۸۱۹ ته راټیټ شوی، چې په پایله کې یې ۲۲۸ د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکوي. که څه هم یو شمېر خبریالان په نویو رسنیو او پلیټ فارمونو کې ګمارل شوي دي، خو دوی وایي، اقتصادي فشارونه او د دوامداره ملاتړ نشتوالی د رسنیو د پایښت لپاره جدي ګواښ دی. د کب ۲۷مه د ۲۰۱۹ م کال د مارچ په پنځمه د محمد‌اشرف غني په مشرۍ د پخواني حکومت د کابینې له خوا تصویب شوه او د هېواد په رسمي کلیزه کې شامله شوه. د یادولو ده چې په وروستیو کلونو کې، د هېواد خبریالان او رسنۍ د پخوا په پرتله له زیاتو اقتصادي او نورو بېلابېلو ننګونو سره مخ شوي دي.

- Advertisment -spot_img