د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،”د ناټو هغوو غړو هېوادونو ته اړتیا نه لري، چې د ایران ضد جګړه کې ورسره برخه نه اخلي”. هغه پر ټروټ سوشل پاڼې لیکي،”واشنګټن د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو څخه خبر ترلاسه کړی، چې نه غواړي د ایران ضد جګړه له امریکا سره برخه واخلي، په داسې حال کې چې همدا هېوادونه په ایران کې زموږ له ټولو اقداماتو سره موافق وو او نه يې غوښتل، چې دغه هېواد اټومي وسله ولري”. د هغه په ټکو،”زه تعجب نه کوم، ځکه موږ هر کال په میلیاردونو ډالره ناټو ته ورکول، خو په مقابل کې يې دوی د اړتیا په وخت کې د امریکا لپاره هیڅ نه کوي”. د بریټانیا، جرمني، فرانسې او ناټو غړو یو شمېر هېوادونو په ګډون د امریکا هغې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی، چې ویل يې د هرمز تنګي د پرانيستلو لپاره دې جنګي بیړۍ منځني ختیځ ته واستوي.



