د کندوز ولایت د امامصاحب ولسوالۍ ځايي سرچینې وایي چې د تاجیکستان یوه ښځینه وګړې د نامعلومو کسانو له خوا په دې ولسوالۍ کې وژل شوې ده. د سرچینو په وینا، دغه ښځه چې د قابلې او نرسې په توګه یې د ښځو د درملنې لپاره کار کاوه، پرون د کب په ٢٣مه نېټه د امامصاحب ولسوالۍ په مرکز کې ووژل شوه. سرچینې زیاتوي چې د دغې تاجیکستانۍ وګړې نوم عدالت حمیدي و او د هغې جسد د جنازې د مراسمو لپاره تاجیکستان ته لېږدول شوی دی. د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، مېرمن عدالت کلونه د کلیوالو او بېوزلو ښځو لپاره روغتیايي خدمتونه او د زېږون پاملرنه برابره کړې وه او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ یې ځانګړی محبوبیت درلود. د دې وژنې انګېزه لا هم روښانه نه ده. د کندوز طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.



