د افغانستان ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل په خپله تازه لیکنه کې افغان سیاستوالو ته خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره اختلاف باید هغوی د پاکستان یا کوم بل بهرني ځواک په لاس کې پر “آله” بدل نه کړي. نبیل د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، هغې جملې ته اشاره کړې، چې ویلي یې وو: «امریکا له پاکستان سره د کارول شوي تشناب کاغذ په څېر چلند وکړ.» نبیل زیاتوي، چې پاکستان هم له مجاهدینو او طالبانو څخه په همدې ډول ګټه اخیستې ده. نبیل ټینګار کړی، چې کله هم افغانان د نورو د لوبو وسیله شوي، هېواد ویجاړ شوی، چې عاقل خلک یو ځل تېروځي، نه څو ځله. نوموړي ویلي چې له طالبانو سره د ځینو سیاستوالو له معاملو، چنو وهلو او شراکتونو خبر دی، خو ټینګار یې کړی چې افغانستان باید د پردیو په اراده نه، بلکې د خپلو وګړو په اراده جوړ شي. د نبیل په وینا، افغانستان هغه وخت نجات مومي چې د قدرت معیار “قومیت” نه، بلکې “تابعیت” وي او ټول افغانان په کې ونډه ولري.



