د ټرمپ ادارې ویلي، ایران سره د جګړې لومړیو شپږ ورځو لګښت ۱۱ اعشاریه ۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی. ورته مهال ایران ادعا کړې، چې د جګړې په ۱۲ ورځو کې یې امریکا ته ۳۰ میلیارده ډالر زیان اړولی دی. له بل لوري د امریکا استازو جرګې اندېښنه ښودلې، چې ممکن دا لګښتونه تر ۵۰ میلیارد ډالرو واوړي. الجزیرې انګلیسي څانګې لیکلي، پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه کې شاوخوا ۲ زره کسان وژل شوي، هاخوا یونیسف بیا ويلي، دې جګړه کې ۱۱۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)