سه شنبه, مارچ 10, 2026
سه شنبه, مارچ 10, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې خوارځواکۍ مخ په ډېرېدو ده

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي چې په تېر میلادي کال کې یې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ۶۱۰ زره ماشومانو درملنه کړې ده. یونیسف دوشنبه د کب پر ۱۸مه، په یوه پیغام کې ویلي، چې دې ادارې له خپلو شریکانو سره یو ځای تېر کال ۱۱.۸ میلیونه ماشومان د ډنګرتوب د تشخیص لپاره ارزولي دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې غواړي په روان میلادي کال کې یو میلیون هغو ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د بنسټونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له درې میلیونو ډېر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. راپورونه دغه راز زیاتوي، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناروغي مخ پر زیاتېدو ده.

- Advertisment -spot_img