دوشنبه, مارچ 9, 2026
دوشنبه, مارچ 9, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یو ځل بیا د افغان نجونو پر زده کړو او مانادار حضور د کرزي ټینګار

پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د افغان ښځو له تاریخي هڅو او مبارزو څخه، چې د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره یې کړې دي، مننه او درناوی کړی دی. کرزي ویلي چې افغان ښځو د هېواد په بېلابېلو پړاوونو او ډګرونو کې د نارینه‌ وو تر څنګ د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره مهم رول لوبولی او ارزښتناکه ونډه یې اخیستې ده. نوموړي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د هېواد د راتلونکې او پرمختګ لپاره د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او په ټولنه کې د ښځو د مانادار حضور او کار زمینه برابره کړي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د پرمختګ او خودکفایۍ لپاره اړینه ده چې د هېواد ټولې وړتیاوې او استعدادونه وکارول شي، څو هېواد د خپلو خلکو پر مټ د ودې او پرمختګ پر لور ولاړ شي. د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو حقونو ته د درناوي په موخه نمانځل کېږي. طالبانو د افغان سیاسي مشرانو، نړیوالو او نړیوالو بنسټونو هېڅ غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی او شاوخوا پنځه کاله کېږي چې پر افغان ښځو یې زده کړې او کار منع کړی دی.

- Advertisment -spot_img