چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خبرې اترې یوازینۍ پایېدونکې لاره ده. بېنېټ نن چهارشنبه د کب پر۱۳مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د دفتر (یوناما) یو راپور بیا خپور کړی او د ملکي مرګ‌ژوبلې په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړه. هغه زیاته کړې: « ښکېل اړخونه باید له اعظمي زغمه کار واخلي او د نړیوالو بشري حقونو بشپړ درناوی وکړي.» بېنېټ ټینګار کړی، چې پوځي نښتې د ملکي مرګ‌ژوبلې او بې ځایه کېدو لامل شوي دي. د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم د تاوتریخوالي د زیاتوالي او په ملکي وګړو باندې د هغه د اغېزو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. د لومړنیو شمېرو پر بنسټ، یوناما ویلي چې ۴۲ ملکي وګړي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې طالبانو دا شمېر ۱۱۰تنه اعلان کړی دی. د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوځي کړکیچ خپلې اوومې ورځې ته غځېدلې او لاهم دوام لري.

- Advertisment -spot_img