د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران سپاهپاسداران هغه خبرداري ته غبرګون ښودلی چې ایران به د «ایت الله علي خامنه اي» د وژلکېدو په غبرګون کې د خپل تاریخ تر ټولو پراخ عملیات پيل کړي. ټرمپ ویلي چې ایران دې دا تېروتنه نه کوي، ځکه د دوی د هر برید پر وړاندې به سخت ځواب ورکړل شي او جګړه به پراخه شي. د اسرائیل – امریکا له لوري د ایران مذهبي مشر، آیت الله علي خامنه اي د وژنې په تړاو د رسمي خبر له خپرېدو وروسته د ایران د اسلامي انقلاب ځواک یا سپاهپاسداران خبر ورکړ، چې تهران به ټول منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو او د امریکا پر شریکانو تر ټولو پراخ بریدونه پیل کړي. سپاهپاسداران د بریدونو دا څپه تر ټولو سخته بللې او ویلي یې دي چې پیل به یې په منځني ختیځ کې د امریکا له اډو وکړي. تر دې مخکې د ایران ټلوېزیون په رسمي توګه تایید کړه چې د اسرائیل – امریکا په پروني برید کې د دوی مذهبي مشر، ایت الله علي خامنهيي وژل شوی دی. اسرائیل او امریکا پرون شنبې پر ایران خونړي بریدونه وکړل چې په غبرګون کې یې ایران د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا اډې په نښه کړې. کارپوهانو ويلي چې ایران ښايي دا ځل خپل ټول زور وکاروي، چې پایله به یې له منځني ختیځ د امریکا اېستل او یا د خپل موجوده نظام نسکورېدل وي. د یادولو ده چې تر اوسه هېڅ کوم هېواد د امریکا- اسرائیل پر ضد د ایران د ملاتړ غږ نه دی کړی.



