د فارس خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت د مشر علي خامنهاي د کورنۍ یو شمېر غړي د شنبې سهار په برید کې وژل شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې د نوموړي سرنوشت تر اوسه نه دی مالوم شوی، خو د هغه لور، زوم، لمسی او یوه نږور په دغه برید کې وژل شوي دي. فارس دا معلومات باخبره سرچینو ته منسوب کړي او لیکلي یې دي، چې نور جزئیات به د لا زیاتو څېړنو وروسته خپاره شي. خو تر دې مخکې د خامنهاي د وژل کېدو ادعا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا په ټروت سوشیال ټولنیزه شبکه کې هم مطرح شوې وه. ټرمپ د فبروري په ۲۸مه ټروث سوشیال په یوه پوسټ کې ولیکل: «خامنه اي، چې د تاریخ یو له خورا بدو خلکو څخه دی، وژل شوی دی.» هغه زیاته کړه: “دا نه یوازې د ایران د خلکو لپاره عدالت دی، بلکې د ټولو غوره امریکایانو او د نړۍ د ډیرو هیوادونو د هغو خلکو لپاره چې د خامنه اي او د هغه د وینې تږي غلو ډلې لخوا وژل شوي یا ټوټه ټوټه شوي دي.” تر دې مخکې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، چې خامنه اي د اسراییلو او امریکا په هوايي بریدونو کې د کورنۍ له څو غړو سره وژل شوی دی.



