سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سویډڼ په جرایمو د محکوم شويو کډوالو اېستل زیات کړي

د سویډن حکومت وايي نیت لري په دغه هیواد کې په جرایمو د محکوم شویو کډوالو اخراج ته زور ورکړي. سویډني چارواکي وايي هر هغه جرم چې سزا یې له نقدي جریمې اوچته وي باید د اخراج لامل شي. د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکوي چې د سویډن د کډوالو د چارو وزیر یوهان فورسل ویلي بهرني مجرمان له مودو راهیسې په دغه هیواد کې ساتل شوي دي. د اولوف کریسټرسن په مشرۍ ښي اړخي حکومت، چې د دیموکراتانو لخوایې ملاتړ کیږي، د پولیسو صلاحیتونه زیات کړي او وړاندیز یې کړی چې د جرمي مسئولیت عمر له ۱۵ څخه ۱۳ کلونو ته راټیټ کړای شي. نوی قانون څارنوالانو ته صلاحیت ورکوي چې اخراج د سزاګانو یوه برخه کړي او تمه کیږي چې هر کال شاوخوا ٣ زره تنه اخراج شي، چې د غه شمېره د اوسنۍ اوسط شمېرې څخه شاوخوا ٦ چنده زیاته ده. دغه قانون به د سپټمبر له لومړۍ نیټې نافذ شي، خو لومړی به د سویډن د مقننه شورا لخوا وڅیړل شي. سویډن له کلونو راهیسې د تاوتریخوالي ، منظمو جرمونو او د مجرمو ډلو ترمنځ نښتو کې د زیاتوالي په وړاندې مبارزه کوي.

    - Advertisment -spot_img