په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینټ، نن د فبرورۍ ۲۶مه په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱مه غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روغتیا او سلامتۍ د حق په اړه خپل راپور وړاندې کوي. ښاغلي بینټ د راپور اصلي ټکو ته په اشاره ویلي، چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې د کلونو جګړو له امله ډېر زیانګالی و ، د ښځو او نجونو په طبي زده کړو بندیز نورهم کمزوری کړی. د ښځو او نجونو په وړاندې د طبي زده کړو د بندیز په شمول د طالبانو پالیسۍ او همدارنګه د تګ راتګ د آزادۍ محدودیتونو او کلینیکونو یا روغتونونو ته د محرم اړتیا په څیر پالیسیو، جدي خنډونه رامنځته کړي دي. ښاغلی بینیټ زیاتوي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا په تمویل کې خورا کمښت راغلی دی. د جمهوریت په دوران کې د افغانستان د روغتیا سیسټم لپاره شاوخوا ۷۵ سلنه بودیجه د نړیوالې ټولنې لخوا تمویل شوې وه. خو اوس بودجه کې د کموالي له امله د ۴۰۰ کلینیکونو په شمول ډیری روغتیايي خدمات تړل شوي، د روغتیا پالانو، په ځانګړي توګه ښځینه روغتیایي کارمندانو، ډاکټرانو، نرسانو او قابلو کاري ساعتونه کم شوي دي. ښاغلی بینیټ وايي د ستونزو ترڅنګ د هیلو نښې هم لیدل کیږي، هغه دا چې افغانان او په ځانګړې توګه نجونې او ښځې د زده کړو لپاره هوډ لري او دا د بشري حقونو لپاره د هیلو نښه ځکه ده، هغه کسان چې زده کړې یې کړي وي د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو ډیر فرصت لري. طالبانو، وروسته له دې چې ۲۰۲۱ م کال کې واک ته ستانه شول لومړی یې د متوسطه او ثانوي ښوونځیو دروازې د نجونو په مخ وتړلې او وروسته یې پوهنتونونو او طبي انستیتیوتونو ته هم د نجونو او ښځو ورتګ منع کړ. د طالبانو دغې پالیسي په ځانګړې توګه طبي انستیتیوتونه ته د نجونو او ښځو په ورتګ بندیز روغتیايي با کیفیته خدماتو او د روغتیا او سلامتي حق ته د دوی د لاسرسي په اړه په افغانستان کې د ننه او بهر جدي اندېښنې را منځ ته کړې دي.



