د پاکستاني ملېشو له لوري پر افغان خاورې بریدونه د هېوادوالو په ځانګړي ډول د کابل مېشتو وګړو له جدي غبرګون سره مخ شوي دي. د پلازمېنې اوسېدونکو ویلي، دغه بریدونه د هېواد پر حریم ښکاره تېری بلل کېږي او افغانان به د داسې لاسوهنو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي. د کابل اوسېدونکو د هېواد له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ په ټینګار سره زیاته کړې، د پاکستاني ملېشو د هر ډول تېري پر وړاندې به ودرېږي او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا به دفاع وکړي. بلخوا، یو شمېر دیني عالمانو هم د پاکستاني ملېشو دغه بریدونه، چې په کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه بولي. دوی وایي، په مبارکه روژه کې پر بېګناه کسانو برید کول بده کړنه او ناروا عمل دی او د بېګناه انسانانو وینه تویونکي به له الهي عذاب سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم هېوادوالو د پاکستاني ملېشو د پخوانیو بریدونو پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ درېدلی وو او د هېواد له حریم څخه د دفاع چمتووالی یې ښودلی و.



