سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلوچستان کې وسله‌والو د ودانیز شرکت ۱۰ کارګر تښتولي

په بلوچستان کې ناپېژاندو وسله‌والو د پولیسو پر یوه مرکز او د ودانیز شرکت پر تاسیساتو تر بریدونو وروسته د یاد شرکت ۱۰ کارګر تښتولي دي. پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکړی، چې وسله‌والو د بلوچستان د بارکهان ولسوالۍ په سیمه کې د پولیسو پر مرکز او یوه ودانیز شرکت برید کړی او ۴ کارګر یې له ځان سره وړي دي. د راپور له مخې، په یوه بله جلا پېښه کې ۶ نور کاریګر هم تښتول شوي دي. وسله‌والو د بلوچستان په بارکهان ولسوالۍ او خضدار ولسوالۍ کې بریدونه کړي او له دواړو سیمو څخه یې د ودانیز شرکت شاوخوا ۱۰ کارګر تښتولي دي. ویل شوي، چې تښتول شوي کسان د موسی‌خېل او سند اوسېدونکي دي.

- Advertisment -spot_img