سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هېواد په ځینو ولایتونو د پاکستان د بې پېلوټه الوتکو بریدونو ته د طالبانو غبرګون

د سیمې ځایي سرچینو راپورونه ورکړي، چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو تېره شپه د پکتیکا پر برمل او اورګون ولسوالیو او همداراز د ننګرهار او خوست ولایتونو په ځینو سیمو بریدونه کړي دي. د ننګرهار په خوګیاڼو، غني خېلو او بهسود ولسوالیو کې بریدونه شوي دي. دغو بریدونو ته طالبانو تند غبرګون ښودلی دی، د طالبانو د وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد په ایکس پاڼه لیکلي؛ ‏پاکستاني خاصې نظامي حلقې یوځل بیا په افغان خاوره تجاوز وکړ. تېره شپه یې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې زموږ ملکي هېوادوال بمبار کړل، د ښځو او ماشونو په ګډون یې لسګونه تنه شهیدان او ټپیان کړي. پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو جبرانوي. ‏دغه راز د پاکستاني پوځي رژيم له خوا د افغانستان د حريم د نقض په تړاو ملي دفاع وزارت اعلامیه خپره کړه، چې په کې راغلي: ” د تیرو تجاوزونو په دوام یو ځل بیا پاکستاني پوځي رژیم د ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو، (یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو) هوايي بریدونه ترسره کړل ‏چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بې‌گناه ملکي وگړي پکې شهیدان او ټپیان شول. د ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي. ‏ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.ان شاءالله تعالی پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی، او دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي. ‎ دغه راز د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو په برمل ولسوالي کې پر یوې مدرسې بمباري کړې ده. د دغه وزارت ویندوی سیف الاسلام خیبر په ایکس پاڼه کې کښلي چې پاکستان د تل په شان یو وار بیا پر ملکیانو بریدونه کړي او په دې ډول یې خپل وحشیانه ماهیت ثابت کړی دی.

- Advertisment -spot_img