د رسنیو د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا د بنو په سرهدرګه سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی. سیمه ییزې سرچینې ویلي، چې د دې برید له امله پنځه پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. رسنیو د امنیتي سرچینو په وینا لیکلي چې، یو موټرسایکل سپاره ځانمرګي بریدګر خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له زغروال موټر سره ټکر کړی. تر ټکر وروسته زوروره چاودنه رامنځته شوې ده. سرچینې زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې یو لوړپوړی پوځي قومندان هم شامل دی. د ځانمرګي برید ټپیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي. پاکستاني امنیتي سرچینې وایي چې، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.



