د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر پراخېدو اندېښنه ښودلې ده. یادې ادارې تازه له خوارځواکه افغان ماشومانو سره د خپلو مرستو د کموالي خبر هم ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو په برخه کې افغانستان له ناورین سره مخ بللی او ویلي یې دي،چې دوی هم د بودیجې د کمښت له امله اړ شوي، چې په افغانستان کې له هر څلورو خوارځواکو ماشومانو یوازې له یوه سره یې مرستې وکړي. د یاد پروګرام مشر «جان ایلیف» زیاته کړې، چې د خوارځواکۍ اوسنۍ شمېرې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري. یادې ادارې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ خبرداری ورکړی او د بودیجې د کمښت له امله یې د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو مرسته هم کمه کړې وه. د دې ترڅنګ د یونیسف په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو هم په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر پراخېدو اندېښنه ښودلې وه.



