ایراني رسنیو راپور ورکړی ، چې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي سمندري ځواک له پرون ورځې راهیسې په هرمز تنګي کې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړي دي. دغه تمرینونه د ډزو، د توغندیو د ازمایښت، د بېپیلوټه الوتکو د الوتنې او سمندري مانورونو په شمول ترسره کېږي. د سپاه پاسداران چارواکو په دې اړه څرګنده کړې، چې د تمرینونو اصلي هدف په سیمه کې د احتمالي ګواښونو په وړاندې د چمتووالي لوړول او د دفاعي وړتیاوو ازمایښت دی. دوی ټینګار کړی، چې دغه تمرینونه د هرمز تنګي د کنټرول د تضمین او د ملي امنیت د ساتنې لپاره مهم ګڼل کېږي. د راپورونو له مخې، دغه تمرینونه د ایران د سمندري ځواک ظرفیتونه په عملي شرایطو کې ازمويي او هڅه کوي، چې په سیمه کې د بېړنیو حالاتو او احتمالي ګواښونو په وړاندې چټک غبرګون تضمین کړي.



