چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

برازیل کې د بس چپه کېدو له امله ۶ تنه مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي

د برازیل په سوېل‌ختیځ کې د یوه مسافروړونکي بس چپه کېدو له امله لږ تر لږه شپږ تنه مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی، چې دا پېښه د ماریلیا ښار ته نږدې شوې ده. په راپور کې ویل شوي، چې دغه بس د هېواد د شمال‌ختیځ مارانیایو له ایالت هغه کارګر لېږدول، چې د مڼو حاصلاتو ټولولو لپاره سوېلي سانتا کاتارینا ایالت ته روان وو. سرچینې زیاته کړې، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي. د برازیل د ترانسپورټ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ م کال کې په دغه هېواد کې له لس زرو ډېر کسان د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي دي.

- Advertisment -spot_img