په بادغیس کې ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یو ځوان د کورنۍ ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده. د ځایي سرچینو پر وینا؛ دا ځوان احسان الله نومېده او پرون یې د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار په لومړۍ ناحیه کې خپل ژوند پای ته رسولی دی. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، ګڼو ځوانانو د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده. په روان لمريز کال کې په خوست ولایت کې شاوخوا ۱۴ تنو ځانوژنه کړې، چې د ډېری هغو لامل اقتصادي ستونزې بلل شوي دي. طالبانو د ځانوژنې په تړاو د خبرونو پر خپرولو او د دغو کسانو په جنازو کې پر ګډون بندیز لګولی دی.



