چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خیبر پښتونخوا کې چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ مېرین پولیسو مرکز ته نږدې چاودنه شوې ده. د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې؛ چاودنه د پولیسو یاد مرکز ته نېږدې شوې، خو د مړو او ټپیانو هویت نه دی څرګند شوی، چې څوک دي. د پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري په خپور شوي راپور کې راغلي، چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو. تر اوسه رسمي سرچینو د یادې پېښې په اړه څه نه‌ دي ویلي. دغه راز کومې مخالفې وسله والې ډلې همد دغه چاودنې مسئوليت تر اوسه نه دی منلی. پاکستان څخه د نا امنۍ دا راپور نه لومړنۍ او نه هم وروستی دی، بلکې هره ورځ ترې د نا امنیو راپورونه خپرېږي، چې تر ډېره په کې د پېښو مسئولیت د پاکستاني طالبانو ډله یا ټي ټي پي په غاړه اخلي.

- Advertisment -spot_img