په دې وروستيو کې اروپايي ټولنې راپور ورکړی، سره له دې چې په افغانستان کې جګړې پای ته رسېدلې، ماینونه او د جګړې چاودېدونکي توکي لاهم د ملکي وګړو لپاره یو جدي ګواښ دی. د يادې ادارې پر وینا، له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۵ زره افغانانو ته د ماینونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. اروپایي ټولنې په خپل راپور کې ویلي، چې د جګړې د ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکول د خلکو د امنیت د ډاډمن کولو لپاره یو له لومړیتوبونو څخه دی. دغه ټولنې ټینګار کړی، چې د ماین پاکولو پروګرامونو لپاره نړیوال ملاتړ سیمهییزو ټولنو سره مرسته کوي چې خپلې ځمکې په کرنه، کور او ښوونځیو کې په خوندي ډول وکاروي. ياد کمیسیون زیاته کړې، چې د جګړې د چاودېدونکو توکو د خطرونو کمولو لپاره د سیمهییزو او نړیوالو سازمانونو سره همکاري اړینه ده او د دې پروګرامونو دوام د ملکي وګړو د ژوند په ساتنه او په اغېزمنو سیمو کې د ژوند شرایطو ښه کولو کې مهم رول لوبوي. اروپایي ټولنې یادونه کړې، چې په افغانستان کې د لسیزو جګړو او شخړو په بېلابېلو سیمو کې زرګونه ماینونه او د جګړې چاودېدونکي توکي پرېښي دي، چې ملکي وګړو، په ځانګړي توګه ماشومانو ته جدي ګواښ دی. د دې موادو ډېری قربانیان ماشومان دي.



