د واشنګټن او تهران ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د دواړو هېوادونو استازي د دویم پړاو خبرو لپاره په سویس کې سره کېني او تازه د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د سویس ژنو ښار ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې؛ عباس عراقچي به هلته د عمان او سویس له چارواکو سره هم پر بېلا بېلو مسایلو غونډې او کتنې ولري. عباس عراقچي داسې مهال سویس ته رسېدلی، چې تازه د ایران د امنیت شورا مشر، علي لاریجاني ویلي: هېواد یې د عادلانه اټومي مذاکراتو لپاره چمتو دی. بلخوا تېره ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ویلي وو، چې د دوی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ایران سره هوکړه غواړي، خو په وینا یې دې هوکړې ته رسېدل هم ډېر ستونزمن ښکاري. خو تر هغې مخکې بیا د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي وو، چې که خبرې ادامه پيدا کړي، دواړه هېوادونه یوې ښې پایلې ته رسېدلی شي. عباس عراقچي ویلي وو، چې د ایران اټومي وسلې نه جوړوي، خو د یورانیمو غني کول یې حق دی. د یادونې وړ ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې په ایران کې له خونړیو لاریونونو وروسته لا پسې زیاتې شوې.



