د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دوی د جګړې پلوي نه دي، خو که پر ایران د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري احتمالي برید وشي، نو تر خپلې وسې به د ایران ترڅنګ ودرېږي. مجاهد دا څرګندونې له تهران پښتو راډیو سره مرکه کې کړې دي. هغه ټینګار کړی، چې طالبان جګړه نه غواړي او د سیمې ثبات ته لومړیتوب ورکوي، خو که وضعیت د جګړې پر لور ولاړ شي، نو دوی به له ایران سره خپله سیاسي او اخلاقي همغږي څرګنده کړي. د طالبانو ویاند همداراز ادعا کړې، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ نښتې په ترڅ کې ایران «ګټونکی» و او د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې یې خپل دریځ وساته. بل لور ته یو شمېر شنونکي وايي، طالبان په داسې موقف کې نه دي، چې په نړیوالو او سیمهییزو شخړو کې ښکاره لوری ونیسي. د دوی په باور، افغانستان له اوږدو جګړو وروسته لا هم له اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخ دی او اړتیا ده، چې د سیمې له کړکېچونو ځان لرې وساتي. د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي او هر ډول احتمالي پوځي اقدام کولای شي د پراخې سیمهییزې بېثباتۍ لامل شي.



