د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې عمان ته په ۹۶ منډو ماتې ورکړه. په دې لوبه کې لومړی ایرلنډ لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اوورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې جوړې کړې. د ایرلنډ لپاره په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې منډې لورکان ټکر وکړې، چې ناسوځېدلې ۹۴ منډې وې. ګېرېد ډیلیني هم ۵۶ او جورج ډاکرل ناسوځېدلې ۳۵ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د ایرلنډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او د ۱۸ اورونو په لوبولو سره یوازې ۱۳۹ منډې جوړې کړې. د عمان لپاره عامر کلیم ۵۰ او حما میرزا ۴۶ منډې وکړې. دغه سیالي له بي ګروپ څخه پيل شوه چې پهکې سریلانکا لومړی، زمبابوې دویم، اسټرالیا درېیم، ایرلنډ څلورم او عمان وروستی او پنځم ځای لري.



