چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران حکومت د بدلون هوډ کړی

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د ایران اوسني حکومت د نسکورېدو په تړاو څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې په یاد هېواد کې د رژیم بدلون ښايي «تر ټولو ښه اقدام» وي. ټرمپ همدا راز په منځني ختیځ د نورو ځواکونو د ځای پرځای کېدو خبره هم کړې،چې په وینا یې ډېر ژر به منځني ختیځ کې «لوی ځواک» ځای پرځای شي. ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه د دواړو هېوادونو ترمنځ اټومي مذاکرات هم پیل شوي، خو تر څنګ یې د یو بل پر وړاندې د پوځي اقدام خبرداري هم تبادله شوي دي. د امریکا ولسمشر تر دې مخکې هم ایران ته خبرداری ورکړی و، چې که روان مذاکرات کومه پایله ونه لري، نو د تهران پر وړاندې به له پوځي اقدام کار واخلي. ياده دې شي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې په ایران کې له وروستیو خونړیو لاریونونو وروسته لا پسې ترینګلې شوې او ټرمپ د ایران پر وړاندې د برید خبرداری هم ورکړی دی. بلخوا ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دغه هېواد جګړه نه غواړي، خو که برید پرې وشي، تر ټولو چټک او سخت ځواب به وښيي.

- Advertisment -spot_img