د فلسطیني ادارې رئیس محمود عباس له متحدو ایالاتو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د اسرائیلو د پلان په وړاندې چې غواړي په لویدیځه غاړه باندې خپله ولکه ټینګه کړې “پریکنده غبرګون” څرګند کړي. د فرانسې خبري اژانس خپل رپوټ کې زیاتوي، چې محمود عباس ناروې ته د سفر په ترځ کې ویلي، چې په دې هکله یې د ناروې صدراعظم یوناس ګار استوره سره خبرې کړي دي. محمود عباس داهم ویلي، چې د ناروې صدراعظم سره یې د یهودي ښارګوټیو د اوسېدونکو د زورزیاتي او د هغو ۴ ميلیارډو ډالرو د کنګل کیدو په هکله خبرې کړي، چې د اسرائیلو لخوا فلسطینیانو ته تخصیص شوي وو. محمود عباس خبریالانو ته ویلي: “دغو جدي سرغړونو ته باید دامریکا او نړیوالې ټولنې لخوا پریکنده ځواب ځکه وویل شي، چې د ولسشمر ټرمپ د هلوځلو مخه نیسي او د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونې ګڼل کیږي.” دا په داسې حال کې ده ، چې د اسرائیلو امنیتي کابینې تېرې يکشنبې په ورځ یو لړ اقدامات تصویب کړل، چې اسرائیلو ته اجازه ورکوي ترڅو خپل کنټرول هغو سیمو ته وغځوي، چې د اوسلو د ۱۹۹۰ کال تړون سره سم د فلسطینانو د خودمختارې ادارې تر کنټرول لاندې دي.



