چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزني کې ترافیکي پېښې ۸ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د غزني د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي. د یادې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د قره‌باغ ولسوالۍ د سپین بند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د باروړونکي او مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده. سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې له دې پېښې وړاندې د غزني ښار اړوند د روضې‌ کوتل سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

- Advertisment -spot_img