چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په نړیوالو ډګرونو کې د افغان مېرمنو کرېکټ ته د راشد خان لېوالتیا

د افغانستان کرېکټ وتلي ستوري، راشد خان ویلي، چې هغه د افغانستان ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې د جوړېدو ملاتړی دی. راشد خان، چې د ۲۰۲۶ شل اووریز نړیوال جام پیل کې یې له رسنیو سره خبرې کولې، ویلي؛ د افغانستان د بشپړ غړیتوب ساتلو لپاره د ښځو د لوبډلې لرل د کرېکټ نړیوالې شورا یو له مهمو شرطونو څخه و. نوموړي زیاته کړې؛ موږ لېواله یوو، هر څوک، چې د افغانستان استازیتوب کوي، هغوی د لوبو په ډګر کې وګورو. ​راشد خان ويلي؛ د یو لوبغاړي په توګه هغه په دې پرېکړو کې ډېر رول نه لري او دا موضوع د «لویو خلکو» یعنې د افغانستان کرېکټ بورډ او ترمنځ په پرېکړو پورې اړه لري. دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د افغانستان کرېکټ بورډ ۲۵ پخوانۍ قرارداد لرونکې مېرمنې په استرالیا، کاناډا او برېتانیا کې مېشتې دي او په ۲۰۲۵ م کال کې یې په ملبورن کې د “Afghan Women’s XI” تر نامه لاندې خپلې لومړنۍ سیالۍ هم ترسره کړې.

- Advertisment -spot_img